Banner

غوره اسلام معلومات/ غزانور غزا

29.01.2010 17:19

حضرت اسحاق عليه السلام
٠  د اسحاق(ع) د زوکړې پر مهال ابراهيم(ع) ١٠٠ کلن و.
٠  اسحاق(ع) له اسماعيل(ع) څخه ١٤ کاله کشر دى.
٠  د اسحاق(ع) پلار ابراهيم(ع) دى.
٠  د اسحاق(ع) مور ساره ده.
٠  اسحاق(ع) د اتو ورځو و، چې ابراهيم(ع) ختنه(سنت) کړ.
٠  حضرت اسحاق(ع) په ٤٠ کلنۍ کې واده کړى دى.
٠  اسحاق(ع) اولنى واده له قضا سره کړى دى.
٠  د اسحاق(ع) د مېرمنې پلار بيتوايل نوميدو.
٠  اسحاق(ع) دوه زامن درلودل.
٠  د اسحاق(ع) زوى عيسو ښکاري و او خپل پلار او مور ته به يې ښکار کاوه.
٠  د اسحاق(ع) بل زوى يعقوب دى.
٠  اسحاق(ع) عيسو ته خپله ورېره(باسمه) د اسماعيل(ع) لور واده کړې وه.
٠  اسحاق(ع) له اسماعيل(ع) نه مخکې مړ شوى دى.
٠  يعقوب(ع) د اسحاق(ع) د مړينې پر وخت ١٤٧ کلن و.
٠  اسحاق(ع) په فلسطين کې وفات شوى دى.
٠  اسحاق(ع) په ١٨٠ کلنۍ کې وفات شوى دى.

حضرت لوط عليه السلام
٠  لوط(ع) په عراق کې پيدا شوى دى.
٠  ابراهيم(ع) د لوط(ع) پالنه او روزنه کړې ده.
٠  لوط(ع) د عراق په اور سيمه کې پيدا شوى و.
٠  د لوط(ع) پلار حاران نومېدو.
٠  لوط(ع) په سدوم نومي ځاى کې د الله(ج) پيغمبر شو.
٠  لوط(ع) ته د نبوت منصب په مصر کې ورکړل شو.
٠  لوط(ع) دوه زامن درلودل.
٠  د ايوب(ع) مور د لوط(ع) لور ده.
٠  لوط قوم پسې پرښتو سدوم ښار څټ مخې واړولو.
٠  د لوط(ع) يادونه د قران په نهو سورتونو کې راغلې ده.

سعیدالله (سعید) 25.05.2012 05:44

زیاته مننه کوم ستاسو له دی شکولی معلومات نه چی د مسلمانانو په خدمت کی مو ورکری ده

نجيبالله قانع زي 18.05.2010 06:57

دير خوشحاله سوم چي داسي يو بي ساري اسلامي ويب سايت مي وليدي، الله دي يي به دي او هغي نري کي خيرونه او سوابونه به درنسيب کري٠
امين

عبد الرحيم خان پكتياوال - سعود عربستان 30.01.2010 09:14

سلامونه مو قبول كړي
ډير ښه معلومات دي خداي (ج) د اجر دركړي او له الله تعالي څخه دنورو معلومات دنشر كولو توفيق غواړم

په درناوي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.